تهران کې د افغانستان، چې د طالبانو له لوري اداره کېږي، وايي ایران کې ۲۹۲ افغان بندیان دوشنبې په ورځ افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د سفارت په وینا، دغه کسان د خراسان رضوي، کرمان، لویدیځ آذربایجان لویدیځ او خراسان جنوبي له زندانونو را انتقال شوي دي.
تهران کې د افغانستان سفارت، د بندیانو د تورونو او په ایران کې د پاتې نورو افغان بنديانو د شمېر په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
سفارت زیاتوي چې دغه لېږد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د تهران د سفارت له هڅو وروسته ترسره شوی دی.
د ایران چارواکو تېر کال اعلان کړی و چې یوازې په تهران کې لږ تر لږه ۱۲۴۵ افغانان بندیان دي، چې شاوخوا ۴۰۰ یې د غلا په تور نیول شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي څو ورځې وړاندې ویلي و چې د افغان بندیانو شمېر په ایران کې “د پام وړ” لوړ دی.
