سویلي آسیا سیاست

د هند دفاع وزیر: سند به بیرته د هند برخه شي

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ، یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې سند به بېرته د هندوستان برخه شي.

د هند د دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ خپلو خبرو کې ویلي، که څه هم نن سند د هند برخه نه ده، خو سیمه د هند د تمدني میراث سره ژور تړاو لري او زیاته کړې یې ده چې له ۱۹۴۷ کال مخکې د هند برخه وه او وروسته پاکستان ته تللې، ښايي بېرته هند ته را وګرځي.

سینګ نوي ډیلي کې د سندي ټولنې غونډه کې وویل: سند به د تاریخ او کلتور له مخې تل د هند برخه وي، او سیاسي – جیو پولټیکي پولې هم تل نه پاتې کیږي.

هغه وړاندې زیاته کړه د سند خاوره ښايي نن د هند برخه نه وي، خو په فرهنګي لحاظ تل د هند ده او  ځمکنۍ پولې بدلېدای شي، څوک نه پوهیږي ښایي سند سبا بېرته دهند شي.

سینګ د BJP پخواني مشر لال کرشن ادواني یادونه وکړه، او وې ویل، چې تر وېش وروسته هم سندي هندوانو سره د دې سیمې کلتوري او عاطفي تړاو پرځای پاتې دی.

دفاع وزیر د ادواني د لیکنو په حواله وویل چې د هغه نسل ګڼ سندي هندوان لا هم له هند څخه د سند بشپړ جلا کېدو منلو ته تیار نه دي.

له بل پلوه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یو اعلامیې په خپرولو سره د هندوستان د دفاع وزیر څرګندونې رد کړې او هغه یې  توهمي او خطرناکې بللې دي.

اسلام آباد په خپله اعلامیه کې لیکلي چې دا ډول ویناوې د نړیوالو قوانینو، د پېژندل شویو سرحدونو د بشپړتیا او د هېوادونو د حاکمیت پر ضد دي، دوی خبرداری ورکړ چې دا ډول پاروونکې څرګندونې سیمه‌ییزې سولې او ثبات ته ګواښ پېښوي.

پاکستان اوس مهال د بهرنیو ننګونو سربېره په  کور دننه هم له سخت حالت سره مخ دی. د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله والې ډلې لا هم د  سیمو په کنټرول او امنیتي خنډونو کې فعالې دي، د بلوچستان صوبه د بې امنۍ او د سیاسي شخړو له امله له ستونزو ډکه پاتې ده.

د سیاسي کړکېچونو، اقتصادي فشارونو او داخلي بې ثباتۍ له امله حکومت د خلکو د باور د ترلاسه کولو او اغېزمنې ادارې جوړولو له چیلنجونو سره هم مخ دی.