متحده ایالتونه

ممداني ټرمپ ته: «اسرائیل په غزه کې نسل ‌وژنه کوي، امریکا یې مالي مرسته کوي»

عکس از زهران ممدانی و دونالد ترمپ در قصر سفید

د نیو یارک نوي منتخب ښاروال زُهران ممداني د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال څرګنده کړه چې د اسرائیلي حکومت کړنې د فلسطینیانو پر ضد «نسل‌وژنه (جنوساید)» ګڼل کېږي.

 هغه زیاته کړه چې د امریکا مالي مرسته په دې جګړو کې مستقیم رول لري او د نیو یارک ډیر اوسېدونکي غواړي چې د دوی مالیه د بهرنیو جګړو پر ځای د ښار د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره وکارول شي.

ممداني وویل:

«ما ترمپ ته وویل چې اسرائیل نسل‌وژنه کوي، او امریکا یې مالي ملاتړ کوي. »

هغه ټینګار وکړ، خلک له دې ستړي شوي چې د امریکا پیسې د بې پایلې جګړو لپاره وکارول شي، او غواړي چې د بشري حقونو رعایت یقیني شي.

ښاروال زیاته کړه چې نړیوالو بشري حقونو ته باید جدي پاملرنه وشي، ځکه تر اوسه هم دا حقوق په نړیواله کچه نقض کېږي.

ممداني د خپلې ناستې په اړه وویل چې لیدنه «ګټوره» وه، او دواړو د نیویارک د خلکو د ژوند د ښه والي او د نړیوالو جګړو د اغیزو په اړه مفصل بحث وکړ.

نوموړي وویل، د نیو یارک خلک غواړي چې امریکا د بهرنیو جګړو د ملاتړ پرځای د خپلو مالیاتي پیسو له لارې د کورنۍ اړتیاوو د پوره کولو او د ژوند ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي.