د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د نیویارک له نوي ټاکل شوي ښاروال زهران ممداني سره به د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې ملاقات وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د انتخاباتي سیالۍ پر مهال پر ۳۴ کلن ممداني سختې لفظي حملې کړي وې او هغه یې «کمونیست» بللی و.
ټرمپ د خپل «ټروت سوشیال» پلیټفارم له لارې ویلي چې لیدنه به د جمعې په ورځ په اوول دفتر کې ترسره شي. د ممداني ویاندې، دورا پیکَچ، د دې لیدنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې نوی ښاروال، د معمول مطابق، له ولسمشر سره د عامه امنیت، اقتصادي ثبات او د هغو پروګرامونو په اړه خبرې کوي چې په ټاکنو کې یې له یو میلیون څخه زیات نیویارک مېشتو ملاتړ کړی و.
ټرمپ او ممداني دواړه د نیویارک په کوینز سیمه کې زېږېدلي، خو د دوی سیاسي لیدلوري بشپړ توپیر لري. ټرمپ د خپلې واکمنۍ د «وال سټریټ» اقتصادي لاستهراړونو یادونه کوي، خو ممداني د نیویارک د خلکو د ژوند د لوړ لګښت ستونزه او د ښار د ۸ میلیونو اوسېدونکو اقتصادي فشار ته اشاره کوي.
زهران ممداني په ټاکنو کې د ارزانه کورونو، ماشوم ساتنې، د ښاري بسونو وړیا تګ راتګ او د ښاروالۍ له لوري د ارزانه مارکېټونو جوړولو ژمنې کړې وې. سره له دې، کارپوهان پوښتنه مطرح کوي چې هغه به څنګه وکولای شي خپل پراخ او مثالي پروګرامونه عملي کړي.
ټرمپ، چې توند کډوال ضد دریځ لري، د ممداني پر نوم او د هغه پر مسلمان ولۍ هم لفظي بریدونه کړي او ګواښ یې کړی چې که هغه ښاروال شي، فډرالي مرسته به پر نیویارک بنده کړي. هغه په وروستیو څرګندونو کې د ممداني نوم په قصدي ډول غلط ادا کړی و.
ممداني هم په خپله بریا غونډه کې ټرمپ ته غاړه نه ده ایښې او ویلي و: «ډونالډ ټرمپ، زه پوهېږم چې ته یې ګورې، نو څلور خبرې درته لرم — غږ لوړ کړه!»
د سپینې ماڼۍ ویاندې وروسته تایید کړه چې ټرمپ رښتیا هم د ممداني وینا لیدلې وه.
