افغانستان

لوګر او کابل کې د طالبانو له خوا د یو شمېر ښځینه ښوونکو ګوښه کول

کندهار کې د نجونو یو درسي ټولګی

په لوګر او کابل ولایتونو کې یو شمېر ښځینه ښوونکې ادعا کوي، چې طالبانو له کوم لامل پرته هغوی له خپلو دندو ګوښه او د هغوی یو شمېر یې ټیټو بسټونو ته بدلې کړې دي.

شفیقه: طالبانو له کوم لامل پرته ګوښه کړم

شفیقه یوه ښوونکې ده چې له کلونو راهیسې یې د لوګر په یوه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه وایي چې طالبانو له کوم لامل پرته هغه له دندې ګوښه کړې ده.

شفیقې زیاته کړه: «طالبانو راته وویل د دې له امله چې د جمهوریت پرمهال ښوونکې وئ، اوس نه شئ کولای خپلو دندو ته دوام ورکړئ، زما په ګډون ۱۵ ښوونکې له کوم لامل پرته په کور شوې دي.»

هغې دوام ورکړ: «زه د کورنۍ مشري پرغاړه لرم او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ یم. هر څومره چغې مو چې ووهلې چا مو غږ وانه‌ورېد. یوازې هغه لامل چې زموږ د ګوښه کولو په هکله یې وړاندې کړی دا دی چې موږ د جمهوریت دورې ښوونکې یو. خپل شکایت مو د پوهنې په وزارت کې ثبت کړ؛ خو چا پاملرنه ونه کړه.»

اغلې شفیقه وایي چې پوهنه یو بې پلوه بنسټ دی او طالبان حق نه لري چې د پوهنې په چارو کې لاسوهنه وکړي.

هغې زیاته کړه: «په داسې حال چې طالبانو په امنیتي برخو کې ښځې بېرته خپلو دندو ته وغوښتې، د پوهنې ښځې ولې د خپلو دندو د دوام حق نه لري؟ داسې حال چې د پوهنې په برخه کې هغوی ته سخته اړتیا ده. له بده‌مرغه زموږ په حق کې یې ظلم کړی دی. اړ یو د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هر ډول سخت کار وکړو. نور کومه لار نه لرو. زموږ غږ هېڅوک نه اوري.»

سهیلا، هغه ښوونکې چې په کور شوه

سهیلا نظري، یوه بله ښوونکې ده. هغه د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې ښوونکې وه؛ خو اوس د طالبانو له خوا په کور شوې ده.

هغه وایي: «طالبانو راته وویل چې نور نه شې کولای خپله دنده ترسره کړې؛ ځکه د جمهوریت په موده کې دې معاش اخیستی دی؛ داسې حال کې چې په هغې مودې کې زما معاش ۷ زره افغانۍ و او په ډېرې ستونزې مې د خپل ژوند اړتیاوې پورې کولې. اوس دغه پیسې هم راباندې بندې شوې دي. نه پوهېږم څه وکړم؟ خدای دې پر موږ ورحمېږي.»

د آمو ټلویزیون خبریال له ۷ تنو ښوونکو سره چې په لوګر ولایت کې د طالبانو له خوا له خپلو دندو ګوښه شوې دي، خبرې کړې دي او هغوی ټولو د ګوښه کېدو لپاره یې ورته لاملونه بیان کړې دي.

هغه طالبان چې د ښوونکو پر ځای ګومارل کېږي تحصیلي اسناد نه لري

د ښځینه ښوونکو د ګوښه کېدو ترڅنګ طالبانو د ښوونځیو ځینې مدیران هم له لوړو بستونو څخه ټیټو ته بدل کړي دي.

یو مدیر چې د امنیتي اندېښنو له امله یې اجازه ورنه کړه په راپور کې یې نوم راولو اوس د مدیریت له بست څخه د ښوونکي بست ته بدل شوی دی.

هغه چې نږدې ۱۷ کاله د پوهنې په برخه کې خدمت کړی دی، اوس له درېیم بست څخه په یوه ښوونځي کې ۵ بست ته د ښوونکي په توګه بدل شوی دی.

هغه د دې په بیان چې د طالبانو دغه پرېکړه ناعادلانه ده وویل: «طالبانو په ښکاره توګه راته وویل چې لوړ بستونه یې خپلو کسانو ته ځانګړي کړي دي او که په دې بست کې خوښ نه یې، کولای شې بله دنده پسې وګرځې.»

هغه چې د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست دی وایي: «لوګر ولایت کې، د ښوونځیو ۱۷ تنه مدیران د طالبانو له خوا بدل شوي دي او پر ځای یې د طالبانو کسان ټاکل شوي دي. هېڅ یو هغه کس چې د طالبانو له خوا ګومارل شوي دي، تحصیلي سند نه لري.»

ماشوم مې پر خوارځواکۍ اخته شوی

مژګان یوه بله ښوونکې ده چې د طالبانو له خوا ګوښه شوې ده. هغې چې کلونه کلونه د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې ده او له خپل کار سره مینه لري وايي: «له کوم لامل پرته یې زه ګوښه کړم. اوس له ګڼو ستونزو سره مخ یم. ډېر وخت په کور کې د خوړولو لپاره څه نه لرو. ماشومان مې په ناوړه وضعیت کې دی او یو زوی مې پر خوارځواکۍ اخته شوی دی.»

د هغو شمېرو له مخې چې د آمو ټلویزیون لاس ته رسېدلې، نږدې ۱۰۰ تنه ښځینه ښوونکې او کابو ۵۰ تنه نارینه ښوونکي په کابل او لوګر ولایتونو کې له خپلو دندو ګوښه شوي او یو شمېر نور ټیټو بستونو ته بدل شوي دي.

د آمو ټلویزیون خبریال هڅه وکړه ترڅو په دې اړه د طالبانو د پوهنې وزارت نظر ولري؛ خو له پرله‌پسې هڅو سره د هغوی د لیدلوري په ترلاسه کولو بریالی نه شو.