متحده ایالتونه

امریکا سعودي عربستان ته ایف-۳۵ الوتکې ورکوي، خو د اسراییلو پرمختللې ځانګړنې به پکې نه وي

د امریکا دفاعي چارواکي وايي هغه ایف-۳۵ جنګي الوتکې چې سعودي عربستان ته ورکول کېږي، د اسراییلو له نسخو کمزوري دي. د امریکا قانون اسراییل ته په سیمه کې د پوځي برلاسۍ ضمانت ورکوي، نو ځکه سعودي ته د لوړې کچې ټکنالوژۍ د انتقال اجازه نه لري.

چارواکي وايي چې سعودي به په دغو الوتکو کې د اسراییلو هغه ځانګړې وسلې، برقي جګړه‌يز تجهیزات او سافټویر بدلونونه ونه‌لري چې اسراییل ورته ځانګړی لاسرسی لري. د اسراییلو هوايي ځواک د دغه پلور مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی چې دا کار به د اسراییل هوايي برتري اغېزمنه کړي.

د کارپوهانو په وینا، سعودي ته به د اې آی ایم-۲۶۰   په څېر پرمختللي توغندي هم ور نه کړل شي، او دا حساسه وسله ښايي یوازې اسراییل ته ورکړل شي. اسراییل دا مهال د ایف-۳۵ دوې فعالې اسکادرې لري، په داسې حال کې چې سعودي ته به یوازې دوې اسکادرې او هغه هم له څو کلونو وروسته وسپارل شي.

دا تړون به د امریکا کانګرس له تأیید وروسته بشپړېږي، خو د اسراییلو پیاوړي سیاسي ملاتړ یې د ځنډ یا مخالفت لامل کېدای شي.

که تړون منظور شي، سعودي به د قطر او متحده عربي اماراتو ترڅنګ د ایف-۳۵ احتمالي پیرودونکو په کتار کې ودریږي. دا هېوادونه هم ورته تړونونو لري خو د تخنیکي اختلافاتو او د چین د لاسرسي اندېښنو له امله لا نه دي بشپړ شوي.