د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په خپله لومړنۍ دوره کې یې د امریکا پوځ په «ټریلیونونو» ډالرو بیاورغولو، خو د پوځ یو شمېر وسایل په افغانستان کې په «احمقانه» ډول پرېښودل شوي دي.
ټرمپ دغه څرګندونې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د سپینې ماڼۍ په لیدنه کې کړي او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پرېکړه یې بیا هم انتقاد کړی دی.
هغه ویلي چې په افغانستان کې پاتې شوي وسایل د امریکا د پوځ د ټولو تجهیزاتو یوازې «ډېره کوچنۍ برخه» ده. ټرمپ وايي:
«تاسو پوهېږئ، ما په لومړۍ دوره کې پوځ له سره جوړ کړ او څو ټریلیونه ډالر پرې مصرف شول. خو د دغو وسایلو یوه برخه په افغانستان کې پرېښوده؛ ځکه احمقو کسان زموږ هېواد اداره کولو. خو هغه څه چې پاتې شول، د ټولو لګښتونو په پرتله یوازې ډېره کوچنۍ برخه وه.»
ټرمپ زیاتوي چې امریکا به پوځ بیا هم د «تاریخ لوړې کچې او لوړ معیار» ته ورسوي.
د امریکا له وتلو وروسته او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، د امریکا د پوځ او پخواني افغان پوځ ځینې وسایل د طالبانو لاس ته ورغلي. طالبانو له دغو وسایلو په کلنۍ توګه په بګرام هوايي اډه کې د بریا لمانځنې مانور ترسره کول، خو د ټرمپ له نیوکو او غصې وروسته، طالبانو په څلورم کال کې د امریکايي وسایلو مانور ترسره نه کړ.
ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته څو ځله په افغانستان کې د پاتې شویو وسایلو بیرته ترلاسه کولو او د بګرام د هوايي ډګر د کنټرول خبره راپورته کړې، خو د امریکا رسمي دریځ په دې اړه لا نه دی څرګند شوی.
هغه همدارنګه له وتلو وروسته د ۱۲ میلیارده ډالرو ارزښت لرونکي وسایل د پرېښودو موضوع د نه منلو وړ بولي. ټرمپ په یوه وینا کې ویلي چې د افغانستان لپاره د نقدي مرستو دوام د طالبانو تر ادارې لاندې د امریکايي وسایلو د بیرته راستنولو شرط دی.
خو طالبانو د تېر کال په جریان کې ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې پاتې شوي امریکايي وسایل د دوی ملکیت دی او حتی د نظامي شخړې په صورت کې هم بیرته نه ورکوي.
