اېکسیوس خبري وېبپاڼې د امریکا او روسیې د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره له مسکو سره په ګډه، د سولې یوه پټه د ۲۸ مادې لرونکی نقشه جوړوي.
د دغو معلوماتو له مخې، دغه طرحه د ولسمشر ټرمپ له هغه پلان څخه الهام اخلي چې د غزې د اوربند لپاره وړاندې شوی و. د اوکراین لپاره وړاندیز شوې نقشه هم د سولې ټینګښت، امنیتي تضمینونه، د اروپا امنیت، او د امریکا، روسیې او اوکراین راتلونکې اړیکې پکې شاملې دي.
راپور زیاتوي چې د امریکا ځانګړی استازی سټیو وټکوف د پلان د جوړولو مشري کوي او له روسي استازي کیرېل دیمترییف سره یې پراخې خبرې کړې دي. د اوکراین د یوې سرچینې په وینا، وټکوف تېره اونۍ په میامي کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي د امنیت سلاکار روستَم اموروف سره هم د دغه پلان په اړه بحث کړی دی.
اېکسیوس ته د امریکا یوه بل چارواکي ویلي چې سپینې ماڼۍ اروپايي هېوادونو ته هم د دې نوې مسودې لنډیز وړاندې کول پیل کړي دي.
سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
