د بې پولې ډاکټرانو سازمان وایې، هرات کې تازه محدودیتونو د ښځینه ناروغانو مراجعې شمېر کم کړی.
دې سازمان ویلي، چې د نومبر له پنځمې راهیسې د هرات په روغتیایي مرکزونو کې د ښځو لپاره د چادري شرط د مراجعينو شمېر په څرګند ډول کم کړی دی.
د شمېرو لمخې یوازې په لومړیو دریو ورځو کې د ماشومانو د برخې مراجعه ۲۸٪ راټیټه شوې.
دغه محدودیتونه د ښځینه ناروغانو، د هغوی د پالنې (خدمت کوونکو) او روغتیایي کارکوونکو لپاره نوي خنډونه رامنځته کړي او د درملنې پروسه ځنډوي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان خبر ورکوي چې د هرات او اسلامقلعه د مرکزونو ټولیز اغېز د اندېښنې وړ دی او اړتیا ده چې ښځو ته بې له ځنډه روغتیایي خدمتونه برابر شي.
دا په داسې حال کې ده چې له ایران ایستل شوي تازه کډوالو کې ګڼ شمېر ښځې او د هغوی کوچنیان، په بد روغتیایي وضعیت کې افغانستان ته رسېږي او بیړنۍ روغتیایي مرستې ته اړتیا لري.
