د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسی او سولې چارو له مرستیالې روزمري دیکارلو سره په تلیفوني خبرو کې د بشري حقونو د مسایلو د غیرسیاسي پاتې کېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، متقي ویلي: «بشردوستانه مسایل باید سياسي نه شي، خو له بده مرغه په عمل کې دا کار کېږي.» نوموړي ادعا کړې چې طالبانو تېر کال د «له دوو میلیونو زیات مهاجرینو» بېرته راستنېدل په ښه ډول مدیریت کړي دي.
متقي د کوم هیواد له نوم اخیستلو پرته زیاته کړې چې د طالبانو اداره په «سیاسي، امنیتي، اداري او اقتصادي» برخو کې مناسب کار کړی او د افغانستان اړیکې ــ د «یوه هیواد» پرته مخ پر ښه کېدو دي.
هغه ویلي چې د نړيوالو بنسټونو د خصوصي سکتور او د مخدره موادو ضد کارکوونکو ته په ټول افغانستان کې د تګ راتګ زمینه برابره شوې، خو «لا زیات عملي ګامونو» ته اړتیا ده.
خبرپاڼې کې د روزمري دیکارلو له قوله لیکل شوې، چې ملګري ملتونه د زلزلهځپلو او افغان مهاجرینو په مرسته کې فعاله ونډه لري او ډاډ یې ورکړی چې د دې سازمان د سرمنشي دفتر به د افغانستان په اړه له هېوادونو او اړوندو خواوو سره سیاسي تعاملات پراخ کړي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې بېلابېلو نهادونو په تکرار ډول د ښځو پر مخ تړل شويو دروازو او د ملګرو ملتونو په ګڼو ادارو کې د هغوی د کار پر بندېدو اندېښنه څرګنده کړې ده؛ هغه محدودیتونه چې د رسمي راپورونو له مخې د بشري مرستو د رسولو بهیر له جدي خنډونو سره مخ کړی دی.
