د افغانستان ژغورلو ملي مقاومت عالي شورا د طالبانو له لوري د جوزجان پوهنتون له لوحې د ازبکي ژبې د لرې کولو اقدام «تبعیضي او د ګډ ملي ژوند له اصولو سره په ټکر کې» بللی او په کلکو ټکو یې محکوم کړی دی.
شورا په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ازبکي ژبه د پښتو او دري تر څنګ د افغانستان له رسمي، ملي او تاریخي ژبو څخه ده او د اساسي قانون او ملي وجدان له مخې یې حقوقي او فرهنګي ځای تثبیت شوی دی. د اعلامیې له مخې، د هېواد پر ملي ژبو د فشار یا حذف هڅې د قومي او فرهنګي تفرقې سبب ګرځي او د ملي یووالي زیانمنول بلل کېږي.
شورا ادعا کوي چې طالبان یوازې ازبکي نه، بلکې په یو لړ ادارو او پوهنتونونو کې دري ژبه هم له لوحو ایستلې او په رسمي ناستو کې یې له کارونې ډډه کوي. په بیان کې راغلي چې دغه کارونه د طالبانو «ضد فرهنګي او ضد ملي» چلند ته اشاره کوي.
ملي مقاومت شورا ټینګار کوي چې دا ډول اقدامات د بشري، اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف دي او دوام یې ناوړه ټولنیزې او سیاسي پایلې لرلې شي. شورا له علمي او فرهنګي بنسټونو او د ټولنې له مخورو غوښتنه کړې چې د هېواد د ټولو ژبو او قومونو د حقونو د خوندیتوب لپاره په سولهیزه خو قاطعانه توګه غږ پورته کړي.
اعلامیه په دې ټینګار پای ته رسېږي چې ملي ژبې د افغانستان د ټولو خلکو ګډ میراث دی او «هیڅ استبدادي ځواک نه شي کولای هغه د خلکو له حافظې پاکې کړي».
