افغانستان کډوالي

د اسلام اباد پولیسو افغان خبریال جعفر نیازی نیولی دی

افغان خبریال جعفر نیازی

ځایي سرچینې وايي افغان خبریال جعفر نیازی، د پاکستاني پولیسو له لوري د پنجشنبې ماښام شاوخوا ۷ بجې د اسلام‌اباد په فیصل ټاون سیمه کې د نیول شوی دی.

د معلوماتو له مخې، جعفر نیازي په پروان ولایت کې له «راډیو دینا او کهکشان راډیو» سره کار کړی، او له ځينو نړیوالو رسنیزو بنسټونو، په ځانګړي ډول له IMS (د رسنیو نړیوال ملاتړ بنست) سره یې هم دنده ترسره کړې ده.

عیني شاهدان وايي، ښاغلی نیازی پولیسو هغه مهال نیولی و، چې له جومات خپل استوګنځي ته روان و.

سرچینې زیاتوي، د نیول کېدو لامل پاکستان کې د هغه د اوسېدو ویزې ختمېدل دي.

د یادونې ده چې پاکستان له جولای میاشتې راهیسې د افغان مهاجرینو د ویزې د غځولو بهیر درولی، چې له امله یې د ګڼو افغانانو د ویزې موده پای ته رسېدلې ده.

په ورته وخت کې، اسلام‌اباد د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر چټک کړی، داسې راپورونه شته چې هره ورځ له پاکستان تر ۱۰ زرو زیات افغان کډوال ایستل کېږي.