متحده ایالتونه

د امریکا استازو جرګې د حکومت د تعطیل  پای ته رسولو کړنلاره تصویب کړه

د امریکا د استازو جرګې هغه لایحه تصویب کړې چې د دغه هېواد په تاریخ کې د تر ټولو اوږده دولتي تعطیل د پای ته رسېدو سبب ګرځي. دا لایحه مخکې له دې د امریکا سنا هم تصویب کړې وه.

د یادې لایحې له مخې به د فدرالي ادارو کارکوونکو ته بېرته معاشونه ورکړل شي، د حکومت د خوړو مرستې به له سره پیل شي، او د امریکا د هوايي ټرافیک کنټرول هغه سیستم چې د بندیز پر مهال فلج شوی و، بېرته فعالېږي.

استازو جرګې دا لایحه د ۲۲۲ موافقو او ۲۰۹ مخالفو رایو په بدل کې تصویب کړه. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملاتړ له امله د جمهوري‌پال ګوند غړي د ډیموکراټانو د سخت مخالفت پر وړاندې متحد پاتې شول. ډیموکرات استازي د دې له امله قهرجن دي چې د سنا د اوږده بن‌بست هڅې د فډرالي روغتیایي بیمې د سبسایډۍ د تمدید په برخه کې بریالۍ نه شوې.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ټرمپ به دا لایحه ډېر ژر لاسلیک کړي، چې له مخې به قانوني بڼه غوره کړي او د حکومت تړل به پای ته ورسېږي.

د لایحې له مخې به د فډرالي بودجې موقتي غځونه د جنورۍ تر ۳۰مې نېټې پورې وي.

دغه رایه هغه مهال ورکړل شوه چې یوازې څو ورځې مخکې ډیموکراتانو په ځینو مهمو ټاکنو کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي وو، خو د بیمې د سبسایډۍ د تمدید تمه یې بیا هم پوره نه شوه. د سنا جرګه به د دسمبر په میاشت کې پر دې موضوع رایه ورکړي، خو د استازو جرګې مشر مایک جانسن ویلي، په خپل مجلس کې یې د دې کار کومه ژمنه نه ده کړې.

د ارېزونا ایالت جمهوري‌پال استازي ډېوېډ شوایکرت د کانګرس د کړنو د طنزي تشبیه په ترڅ کې وویل:

“احساس کوم لکه د Seinfeld د پخواني ټلویزیوني سریال یوه برخه مې ژوندۍ کړې وي — موږ ۴۰ ورځې ضایع کړې او لا هم نه پوهېږم د دې کیسې منطق څه و.”