د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له ناوړه اغېزو تر ټولو ډېر زیان ویني، خو د دغه نړیوال ناورین په رامنځته کولو کې یې هېڅ ونډه نه ده لرلې.
په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر تاجالدین اویووالې، ویلي چې د افغان ماشومان د اقلیم د بدلون، وچکالۍ او زلزلو له ګډو اغېزو سخت اغېزمن شوي دي، په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د کاربن د اخراج کچه یې تر ټولو ټیټه ده.
هغه زیاته کړه: «د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ماشومان، د داسې ناورین قرباني دي چې خپله یې نه دی رامنځته کړی. د اقلیم بدلون د هغوی روغتیا، تغذیه، زدهکړې او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.»
یونیسف وایي، د وچکالۍ له امله د هېواد په ډېرو برخو کې نیمایي د اوبو سرچینې وچې شوې دي او شاوخوا ۸۰ سلنه افغانان له ککړو اوبو څخه استفاده کوي. په ښارونو کې د فاضلهاوبو سیستمونه هم د زیربناوو د تخریب او طبیعي افتونو له امله د سقوط په درشل کې دي.
سره له دې، یونیسف او همکار بنسټونه د بیړنیو مرستو ترڅنګ د اقلیمي مقاومت د پیاوړتیا لپاره هم کار کوي.
په لوګر او پکتیا کې د لمر پر مټ د اوبو پمپونه لګول شوي، په جلالاباد کې د اوبو د زېرمو د بیا ډکولو نوی سیستم جوړېږي، او په کابل کې د ځمکلاندې اوبو د موندلو لپاره پرمختللې نقشهسازي کارول کېږي.
یونیسف ټینګار کړی چې دا یوازې بیړنۍ مرستې نه دي، بلکې د ژوند د دوام کرښې دي. خو دا پروګرامونه د پراختیا لپاره بېړنۍ او انعطافمنې مالي مرستې ته اړتیا لري.
ډاکټر اویووالې له نړیوالو مشرانو وغوښتل چې د برازیل د COP30 اقلیم کنفرانس پر مهال افغانستان او د هغه بېوسه ماشومان هېر نه کړي:
“هغه ماشومان مه هېروئ چې د اوبو لپاره اوږده لارې وهي، هغه میندې چې ککړې اوبه تودوي، او هغه پلرونه چې د خپلو ماشومانو جنازې خاورو ته سپاري. دا بحران دوی نه دی جوړ کړی، خو تر ټولو دروند بار یې پر هغوی دی.”
