ځايي سرچینو آمو ته ویلي، چې د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ په بلورو سیمه کې یو رینجر موټر چپه شوی چې له امله یې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د سې شنبې په ماښام رامنځته شوې ده. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوی د روغتیايي حالت په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څرګندون نه دی کړی
