د طالبانو د تازه محدوديتونو له مخې، په هرات کې ټولې ښځينه ښوونکيو او ښوونځيو مديرانې د چادري اغوستلو ته اړې شوې دي.
ځايي سرچينې وايي، دا امر شفاهي ډول ښوونځيو ته ابلاغ شوی دی.
د امو خبري شبکې د راپور له مخې، د هرات حوزوي روغتون د ښځينه کارکوونکو او مراجعینو پر تګ راتګ هم سخت محدوديتونه لګول شوي، او طالبانو د روغتون د دروازې په څنګ کې د څارنې پوستې جوړې کړي دي.
يو شمېر ډاکټرانو او ناروغانو ويلي، د طالبانو اړوند کسان هيڅ ښځې ته پرته له چادري د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې.
دوی زياتوي چې پرون څو ښځې او يوه ډاکټره د حجاب د اعتراض له امله لنډمهاله نيول شوې وې، خو وروسته خوشې شوې دي.
يوه ښځينه ډاکټره وايي:
«موږ تل اسلامي حجاب درلود، خو اوس له موږ چادري غواړي او که موږ یې وانه اغوندو، حتی د کار ځای ته نه پرېږدي.»
يو ناروغ لرونکې هم ويلي چې د سختو اقتصادي شرايطو له امله مجبوره شوې ده د چادري د پېرلو لپاره دوه برابره بيه ورکړي تر څو وکولای شي د ناروغ خپلوان ليدو ته ولاړه شي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) وايي، دا محدوديتونه له نږدې يوې اوونۍ راهيسې پلي شوي او د ښځو د تګ راتګ او درملنې په بهير کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د دغه سازمان د پروګرامونو مشر ويلي، په هرات کې د روغتيايي خدمتونو لاسرسی اوس د ناروغۍ پر ځای د جامو ډول ټاکي، چې دا کار د ښځو د حقونو ښکاره نقض ګڼل کېږي.
