د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي راشد خان تایید کړې چې هغه د ۲۰۲۵ کال د اګست په دویمه نېټه خپله دویمه نکاح ترسره کړی او د خپل ژوند نوی پړاو یې پیل کړی دی.
راشد خان دا خبره په یوه انسټاګرام پوسټ کې کړې ده او لیکلي یې دي:« ما د ۲۰۲۵ د اګست دویمه د خپل ژوند د نوي او مانا لرونکي څپرکي په توګه پیل کړه، ما نکاح وکړه او له یوې داسې ښځې سره مې واده وکړ چې د مینې، سولې او ملګرتیا هغه ارزښتونه لري چې ما یې تل هیله درلوده.»
نوموړي زیاته کړې، چې څو ورځې وړاندې یې خپله مېرمن د یوې خیریه غونډې ته بیولې وه، خو د ده په وینا د خلکو له لوري بېځایه اټکلونه شوي دي.
راشد لیکلي: «دا خواشینوونکې ده چې له یو ساده کاره داسې اټکلونه کېږي. حقیقت دا دی چې دا ښځه زما مېرمن ده، موږ دواړه یو ځای یو او د پټېدلو څه نه لرو.»
راشد خان د خپل پیغام په پای کې له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې په دې موده کې یې ورسره مهرباني، ملاتړ او درک ښودلی دی.
راشد خان، چې د نړۍ له مشهورو سپېن بالرانو څخه ګڼل کېږي، دا لومړی ځل دی چې په رسمي توګه د خپل واده خبر رسماً عاموي.
Bottom of Form
