افغانستان

پخواني ولسمشر یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د “د سولې او پرمختګ لپاره د پوهې نړیوالې ورځې” په مناسبت یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان د نورو ملتونو په څېر د علم او زده‌کړې شدیده اړتیا لري، او د هېواد پرمختګ او ځان‌بسیاینه یوازې هغه وخت شونې ده چې د ټولو لپاره د زده‌کړې مناسب شرایط برابر شي.

کرزي د دې ورځې د لمانځنې په مناسبت په خپاره شوي پیغام کې ویلي، علم د بشري ټولنې د سولې او پراختیا بنسټیز رکن دی، او افغانستان هم باید د علم په مټ د خپلو ستونزو د حل او د پرمختګ لور ته ګامونه واخلي.

هغه هیله څرګنده کړه چې هرڅومره ژر ممکن وي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل شي، څو د هېواد لوڼې او زامن وکولای شي له هرې ممکنې وسیلې او موقع څخه د علم د ترلاسه کولو لپاره ګټه واخلي.

کرزي زیاته کړه: “هیله لرم چې زموږ هېواد د خپلو تحصیل‌یافته زامنو او لوڼو پر مټ د علم په رڼا کې د تلپاتې سولې او دوامدار پرمختګ لور ته وخوځي.”