افغانستان

د هرات اوسېدونکي: د ایران ویزې په تور بازار کې تر سل زرو افغانیو پورې خرڅېږي

د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ایران د ویزې وېش سیسټم له درېیو میاشتو راهیسې تړلی دی، خو ویزې په تور بازار کې له ۳۰ زرو تر ۱۰۰ زرو افغانیو پورې پلورل کېږي.

سرچینې وايي، له هغه وروسته چې د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه وشوه، د افغانانو لپاره د سیاحتي، درملنې او کاري ویزو شرایط ډېر سخت شوي او یوازې سوداګریزې او سیاسي ویزې تر سختو شرطونو لاندې ورکول کېږي.

آمنه، د هرات یوه اوسېدونکې، وايي:
“پاسپورټ لرو، خو ویزه نه راکوي. مجبور یو ایران ته لاړ شو چې کار وکړو او د خپلو اولادونو لپاره ډوډۍ پیدا کړو.”

ځینې کسان وایي، د ویزې د ترلاسه کولو لپاره په تور بازار کې تر سل زرو افغانیو پورې پیسې ورکوي.

بل لور ته، امان‌الله، د بادغیس یو اوسېدونکی چې له ایرانه شړل شوی، وايي:
“کور او خواړه نه لرو، که څه مو لرلی، ایران ته به نه تلو.”

ایران چې اوس د کار ځواک له کمښت سره مخ دی، اعلان کړی چې د افغان کارګرو لپاره به ۲۰۰ زره ویزې ورکړي. خو ډېری افغانان چې تازه شړل شوي، وايي د سخت اقتصادي حالت له امله بېرته د تګ نیت لري.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، روان کال کې تر یو میلیون ډېر افغان کډوال له ایرانه شړل شوي او هره اونۍ زرګونه کسان د اسلام‌کلا له لارې بېرته هېواد ته راګرځي.