د هرات د ځینو ځايي سرچینو په وینا، طالبانو د هرات په حوزوي روغتون کې یوه ښځینه ډاکټره ونیوله، خو وروسته یې خوشې کړه.
سرچینې وایي، یاده ډاکټره شبنم فضلي نومېږي او د حوزوي روغتون په جراحي برخه کې متخصصه ده. د شبنم فضلي میړه، قدوس خطيبي، هم د خپلې ښځې د نیولو خبر په فېسبوک پاڼه کې تایید کړی دی.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې طالبان په وروستیو ورځو کې له حجاب پرته ښځینه ډاکټرانو او ناروغانو پر مخ د حوزوي روغتون دروازې تړلې وې.
سرچینې وایي، چې پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه ښځه د دریم ځل قیصري عملیاتو لپاره روغتون ته راوړل شوه، دې ښځې مخکې دوه ځلې قیصري عملیات کړي وو. کله چې د هغې کورنۍ هغه گذره روغتون ته ورسوله، طالبانو د حجاب د نشتوالي له امله ښځې ته د داخلېدو اجازه ورنه کړه. د درد له امله په دروازه کې د ناروغې ښځې رحم پرې شو، او کورنۍ یې اړ شوه چې د ریکشا له لارې له گذره روغتون څخه د حوزوي نسایي ولادي رضايي روغتون ته انتقال کړي.
په حوزوي نسایي ولادي روغتون کې عملیات ترسره شول، خو د وینې د نشتوالي او د رحم د پرېکېدنې له امله یې ماشوم ومړ. ښځه اوس د مړ دماغۍ په حالت کې ده او د حوزوي روغتون په ځانګړې څانګه کې تر څارنې لاندې ساتل شوې ده.
د همدغه تور له مخې ډاکټره شبنم نیولی شوې او بېرته خوشې کړای شوه، په داسې حال کې د یادې پېښې اصلي عاملین پخپله طالبان دي.
د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په هرات کې د دې موضوع هر ډول راپور رد کړی دی.
