د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ژیل برتران، له آمو سره خبرو کې ویلي، د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندل «رغنده ندي» او ټینګار یې کړی چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغانستان د نړیوالو ژمنو پر بنسټ ترسره شي.
ښاغلي برتران ویلي افغانستان له وړاندې د روم اساس نامې په ګډون څو نړیوال تړونونه، له وړاندې لاسلیک کړي او سیاسي مشارکت او ټولګډون مسایل باید د افغانانو ترمنځ دننه حل او پرېکړې یې وشي
هغه زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید خپله اجماع وساتي او د یو اړخیزو پرېکړو تر اغېز لاندې رانشي.
برتران ویلي: «طالبان هغو وړو ګامونو ته چې ځینې هېوادونه یې د دوی د رسمي مشروعیت د زیاتولو لپاره اخلي، ډېر حساس او خوشبین دي، حتا که دغه ګامونه د رسمي رسمیتپېژندنې معنا هم ونه لري.»
روسیې د روان هجري لمریز کال د چنګاښ په ۱۲مه طالبان د افغانستان «رسمي حکومت» په توګه په رسمیت وپېژندل او په دې سره د نړۍ لومړنی هېواد شو چې دا اقدام یې وکړ.
روسیه له طالبانو سره اوږده او پېچلې مخینه لري.
دغه ډله په ۲۰۰۳ کال کې وروسته له هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لهخوا د ترهګرو په نوملړ کې شامله شوه چې د روسیې لهخوا هم د یوې ترهګرې ډلې په توګه وپېژندل شوه.
خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، روسیې ورسره له طالبانو سره فعاله همکاري پیل کړه.
د ۲۰۲۴ په دسمبر کې روسیې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې سازمانونه کولای شي د محکمې له پرېکړې وروسته له ترهګرو نوملړ څخه ووځي.
دا قانون د ولسمشر ولادیمیر پوتین لهخوا لاسلیک شو.
وروسته، د روان میلادي کال په مارچ کې د روسیې لوی څارنوالۍ محکمې ته د طالبانو د بندیز د تعلیق غوښتنه وړاندې کړه، او د اپریل په میاشت کې د روسیې سترې محکمې د طالبانو د فعالیتونو بندیز وځنډاوه.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې:
برتران په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوسنۍ شخړې پوځي حل لاره نلري او دواړه خواوې باید د ستونزو د حل لپاره د خبرو مېز ته بېرته را وګرځي.
