ویډیوګانې

د ۱۴۰۴ د لړم ۱۸ – د ۸ بجو خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو د منځګړیتوب لپاره د تهران له چمتووالي خبر ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، له خپل افغان او پاکستاني سیالانو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوسنۍ وضعیت د اندېښنې وړ دی او تهران دې چمتو دی، چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو له لارې د شخړو د حل لپاره، هر ډول همکاري وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم، له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې ټينګار کړی، چې طالبان د خبرو له لارې د اختلافاتو د حل په لټه کې دي، خو پاکستاني لوری د اوسني وضعیت د حل لپاره هېڅ دول مسوولیت اخیستلو ته غاړه نه ږدي. ورته مهال، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې د اوربند پر دوام ټینګارکړی او ویلي یې دي، چې ترکیه د اسلام‌اباد او طالبانو تر منځ ترینګلتیاوې له نږدې څاري.