د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په خپلو وروستیو خبرو کې له اسلاماباده سره یوازې د موقتي اوربند د غځولو تمرکز درلود او د هغو وسلهوالو ډلو پر ضد یې هېڅ عملي اقدام نهدی کړی، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندې فعالیت کوي.
دغه وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، د ترکيې او قطر په منځګړيتوب شوې خبرې څرګندوي چې طالبان يوازې د اوربند د تمديد غوښتونکي دي، خو د پاکستاني طالبانو د تحریک (TTP) او د بلوچستان د آزادۍ د پوځ (BLA) په څېر ډلو په اړه هېڅ باور وړ ژمنه نه ده کړې.
په اعلاميه کې راغلي، طالبان هڅه کوي د هغو پاکستاني جنګياليو حضور يو «بشردوستانه» موضوع وښيي، خو د اسلاماباد په وينا، دا هغه «ترهګر» دي چې د ۲۰۱۵ کال د پاکستاني پوځ له عملياتو وروسته افغانستان ته تښتېدلي او اوس د طالبانو له لوري پناه ورکړل شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زياته کړې، له هغه وخت راهيسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته رسېدلي، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو شمېر ډېر شوی او ډېری دا بریدونه د افغانستان له خاورې پلان کېږي.
په اعلاميه کې ويل شوي، سره له دې چې دا بریدونه ډېر شوي، اسلاماباد تر اوسه له هر ډول غچاخیستونکو اقدامونو ډډه کړې او تل يې له طالبانو غوښتي چې د دغو ګواښونو د مهار لپاره ورسره همکاري وکړي.
وزارت ټينګار کړی، چې پاکستان هېڅکله د کابل له هېڅ حکومت سره د خبرو دروازه نه ده بنده کړې، خو «له ترهګرو ډلو سره به هېڅکله خبرې ونهکړي».
په اعلاميه کې خبرداری ورکړل شوی، که «طالبان دا ژمنه پوره نهکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارېږي، نو اسلاماباد به د خپلو وګړو او خپلواکۍ د دفاع لپاره له ټولو ممکنو لارو کار واخلي.»
دغه راز، وزارت اشاره کړې چې د طالبانو ځينې کړۍ هڅه کوي د پاکستان د پښتنو احساسات را وپاروي، خو زياته کړې ده، چې دا هڅې د دغه هېواد له تاريخي او ټولنيزو واقعيتونو سره سمون نه لري.
