د افغانستان د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د همبستګۍ د شپږم پړاو سياليو په دويمه لوبه کې د تاجکستان پر وړاندې ماتې وخوړه.
دغه لوبه نن، د يکشنبې په ورځ، د سعودي عربستان د رياض ښار کې ترسره شوه، چې د افغانستان ښځينه لوبډلې په درې پرلهپسې سېټونو کې د (۲۵–۱۵)، (۲۵–۱۶) او (۲۵–۱۷) په توپير سره تاجکستان ته بايللې ده.
له دې وړاندې، د افغانستان ښځو واليبال ټيم په خپلې لومړۍ لوبې کې هم د ترکيې له پياوړې لوبډلې څخه د ۳–۰ په پايله ماته خوړلې وه.
د ټيم د يادو پايلو له عمده لاملونو څخه يو د لوبغاړو کموالی بلل شوی، ځکه چې ټيم يوازې له اته لوبغاړو سره سياليو ته ورغلی دی. څلور نورې لوبغاړې د پاسپورټ د تمديد او د ويزې د ځنډ له امله ونه توانېدې چې ټيم ته ملګرتيا وکړي.
، د افغانستان د والیبال لوبډل مشره، زهرا احمدي په دې سفر کې نه وه حاضره، او د ټيم روزنه د افغانستان د نارينهوو د واليبال د ملي ټيم د ايراني روزونکي، محمد اسداللهي، له لارښوونې او څارنې سره ترسره شوې ده.
د افغانستان د ښځو واليبال لوبډله د مهاجرو افغان ښځو له منځه جوړه شوې، چې له ايران، اسټراليا او يو شمېر اروپايي هېوادونو څخه يې ګډون کړی دی.
د اسلامي هېوادونو د همبستګۍ د لوبو شپږم پړاو د پنځو ټيمونو په ګډون روان دی، او د افغانستان لوبډلې تر اوسه خپلې دواړه لوبې بايللې دي.
