Uncategorized @ps افغانستان

تاجکستان کې د ډبرو سکرو کان په چاودنه کې ۶ افغان کارګر وژل شوي دي.

File photo.

د تاجکستان رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان شپږ کارګر د دې هېواد د سُغد ولایت د عیني ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان کې د چاودنې له امله مړه شوي دي.

دغه پېښه پرون (چهارشنبه) هغه مهال رامنځته شوې، چې کارګران د کان په ژورو برخو کې بوخت وو.

د راپورونو له مخې، د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي او د قربانیانو مړي تر اوسه له کان نه دي را ایستل شوي.

د ټایمز آسیا د راپور له مخې، د قربانیانو له ډلې پنځه تنه د دایکندي ولایت اوسېدونکي دي او یو بل تن د غور ولایت د لعل او سرجنگل ولسوالۍ اړوند دی.

د تاجکستان چارواکو تر اوسه د وژل شوو کسانو رسمي هویت نه دی اعلان کړی.

د روان کال په پیل کې هم د سُغد ولایت د ډبرو سکرو یو بل کان کې ورته پېښه شوې وه، چې په کې اته افغان کارګر، چې ټول د دایکندي ولایت اوسېدونکي وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د کانونو کارګرانو او د سیمې اوسېدونکو ویلي، د خوندیتوب وسایلو نشتوالی، سخت کاري شرایط او د نظارت کمزوری سیستم د دې ډول مرګونو پېښو د تکرار اصلي لاملونه دي.