د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لړم ۱۵ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو نن د ترکیې په استانبول کې ترسره شو.

په دې خبرو اترو کې له ګډون کوونکو یو یې آمو ته وایي چې دا خبرې اترې د طالبانو د استخباراتو د رئیس عبدالحق وثیق او د پاکستان د استخباراتو سازمان رئیس عاصم ملک په مشرۍ ترسره شوې.

د دې خبرو اترو په درشل کې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې که د استانبول خبرې اترې ناکامې شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به وضعیت “لا خراب” شي.

خو، د پاکستان يو سناتور ټينګار کړی چې د آصف څرګندونې بايد وغندل شي، ځکه د ده په باور، دا ډول خبرې پاکستان له افغانستان سره د جګړې پر لور بيايي.