سره له دې چې د جرمني حکومت د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني، په پټه خپل دریځ نرم کړی او طالبانو ته یې په برلین او بُن کې ډیپلوماټیک حضور او معافیت ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د اکتوبر په درېیمه نېټه، وروسته له هغې چې د پخواني کونسل ټیم د طالبانو د وفادارۍ له ژمنې انکار وکړ او له دندې لیرې شول، دوه نوي طالب ډیپلوماټان د بُن په عمومي کونسلګرۍ کې دنده ته حاضر شول. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو غوښتنه ومنله، د پخواني کونسل تصدیق یې لغوه کړ او د طالبانو ټاکلي استازي یې ومنل.
د ویانا د ۱۹۶۳ کال د کونسلې تړون له مخې، دواړه استازي اوس کونسلي معافیت لري، یعنې د رسمي کړنو له کبله له قانوني تعقیب خوندي دي. د استازو له بدلولو سره طالبانو ته د بُن کونسلګرۍ د اسنادو او هغو معلوماتو لاسرسی هم برابر شو چې د تبعیدي افغانانو شخصي معلومات پکې شامل دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت استدلال کړی چې دا پرېکړه یې د نړیوال قانون له مخې کړې، ځکه جرمني لا هم افغانستان د نړیوال حقوقي شخصیت په توګه پېژني، خو طالبان د هغه د قانوني حکومت په توګه نه مني.
په عمل کې، دا ګام د طالبان د غیر رسمي مشروعیت یو ډول منل بلل کېږي، هغه رژیم چې تر اوسه له روسیې پرته هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
