د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له خپلې دندې د پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۸۰ زره غیر کډوالیزې ویزې لغوه کړې دي. د چارواکي په وینا، دغه پرېکړې د بېلابېلو سرغړونو لکه د نشې لاندې موټر چلولو، وهلو ټکولو او غلا له امله شوې دي.
د واشنګټن اېګزېمنر د راپور له مخې، دا اقدام د ټرمپ د ادارې له خوا د پراخ کډوالۍ ضد سیاست یوه برخه ده، چې له مخې یې ګڼ شمېر کډوال، حتی هغه کسان چې قانوني ویزې یې لرلې، له امریکا شړل شوي دي.
چارواکي ویلي، د لغوه شوو ویزو له ډلې نږدې ۱۶ زره د نشې لاندې موټر چلولو، ۱۲ زره د تاوتریخوالي یا وهلو ټکولو او ۸ زره د غلا له قضیو سره تړاو لري.
د بهرنیو چارو وزارت د اګست په میاشت کې هم اعلان کړی و، چې د قانون سرغړونو او د ویزې مهلت د تېریدو له امله یې له ۶ زرو ډېر د محصلینو ویزې لغوه کړي، چې په هغو کې لږ شمېر کسان د “ترهګرۍ ملاتړ” په تور هم شامل وو.
وزارت تېر میاشت دا هم تایید کړ چې د هغو لږ تر لږه شپږ کسانو ویزې هم لغوه شوېچې د محافظهکار فعال چارلي کرک د وژنې په تړاو یې په ټولنیزو رسنیو کې څرګندونې کړې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، ده د سلګونو، ښايي زرګونو کسانو ویزې لغوه کړې دي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې د واشنګټن د بهرني سیاست له لومړیتوبونو سره په ټکر کې فعالیتونه ترسره کړي دي.
راپورونه وايي، ټرمپ اداره اوس د ویزې د ورکړې په پروسه کې سخت امنیتي پلټنې او د ټولنیزو رسنیو کلک ارزونېپلي کوي.
د ټرمپ د ادارې چارواکو دا هم ویلي، چې د محصلینو او د ګرین کارډ لرونکو هغه کسان چې د فلسطینیانو ملاتړ کوي یا د اسرائیلو پر جګړهیز چلند نیوکه کوي، د امریکا د بهرني سیاست پر ضد ګڼل کېږي او د اخراج له خطر سره مخ دي.
