د روسیې د امنیت شورا منشي، سرګي شویګو، ویلي چې په سیمهییز اقتصادي نظام کې د افغانستان ادغام اوس تر هر بل وخت زیات اهمیت لري، خو له دې سره لاهم د دې خطر دوام لري چې د ترهګرو او افراطي ډلو نفوذ د افغانستان له خاورې د سیمې هېوادونو ته وغځېږي.
د «انترفاکس» خبري آژانس د راپور له مخې، شویګو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د مشترک المنافع هېوادونو د خپلواکو دولتونو (CIS) د امنیت شورا د منشیانو په دیارلسمه ناسته کې، چې په مسکو کې جوړه شوې وه، وویل چې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.
هغه خبرداری ورکړی چې «د افغانستان له خاورې د شریکو ګټو هېوادونو (CIS) ته لاهم د ترهګریزو ډلو د ننوتلو ګواښ پر ځای پاتې دی» او ټینګار یې کړی چې د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه ګډو سیمهییزو اقداماتو ته اړتیا لري.
شویګو دغه راز د ګډ امنیتي تړون د سازمان (CSTO) له خوا د افغانستان او تاجکستان د پوله د پیاوړتیا د ځانګړې برنامې یادونه کړې، چې د ده په وینا، دا اقدام د مخدره موادو د قاچاق او د وسلوالو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره یو مهم ګام دی.
د شویګو دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې مسکو په تېرو میاشتو کې څو ځله د طالبانو له ادارې سره د رغنده تعامل او د افغانستان د ادغام لپاره د سیمهییزو اقتصادي پروژو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، روسیې د دې ډلې سره د تماس او عملي اړیکو د ساتلو پالیسي غوره کړې ده.
مسکو د طالبانو د رسمي پېژندنې له اعلان څخه تر اوسه ډډه کړې، خو په عملي ډګر کې یې له دې ډلې سره سیاسي، اقتصادي او امنیتي همغږي پراخه کړې ده.
روسیه له افغانستان سره د بشري مرستو تر څنګ، د سیمهییزو اقتصادي پروژو د پراختیا ملاتړ کوي او په ځلونو یې ویلي چې د افغانستان بېثباتي د منځنۍ اسیا هېوادونو، په ځانګړي ډول د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان لپاره امنیتي خطر لري.
په دې لړ کې، د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) په مشري د روسیې، د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې د پیاوړتیا لپاره د همکاریو ځانګړې هڅې پیل کړې دي، څو د وسلوالو ډلو د نفوذ او د مخدره موادو د قاچاق مخه ونیسي.
مسکو په وار وار ټینګار کړی چې د طالبانو د حکومت د منزوي کولو هڅې د سیمې د ثبات په زیان دي او پر ځای یې باید د افغانستان د اقتصادي ادغام له لارې د افراطیت د خپرېدو مخه ونیول شي.
