د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لړم ۱۳ – د ۸ بجو خبرونه

په سمنګان او بلخ ولایتونو کې له مرګونې زلزلې دوه ورځې وروسته، د دې پېښې قربانیانو ته لا هم حیاتي مرستې نه دي رسېدلې.

د سمنګان په خلم ولسوالۍ کې د دوشنبې د شپې د زلزلې یو شمېر قربانیان وايي، په پېښه کې یې هرڅه له لاسه ورکړي دي، خو دوه ورځې وروسته، لا هم حیاتي مرستې دوی ته نه دي رسېدلې.

د ملګرو ملتونو او طالبانو لومړنۍ شمېرې ښیې چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې په زلزله کې ۴۰ کسان مړه او شاوخوا ۹۰۰ نور ټپیان شوي دي.