افغانستان

د هېواد مطرح سیاستوال هدایت امین ارسلا ومړ

هدایت امین ارسلا

هدایت امین ارسلا، د افغانستان یو له پېژندل شوو او باتجربه سیاستوالو څخه، د ۸۴ کلونو په عمر د ناروغۍ له امله وفات شو.

ښاغلی ارسلا د مجاهدینو د حکومت پر مهال د ماليې او بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی و، او له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته په جمهوري نظام کې یې د سوداګرۍ وزیر، د ولسمشر مرستیال او سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړی د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون، د ملي احصایې کمېسیون او د اقتصادي همکارۍ کمېټې مشري هم کړې وه.

د ښاغلي ارسلا مړینه د هېواد لپاره یوه لویه ضایع ده، چې ډېری سیاسي څېرې یې د یو خپل‌واک، معتدل او خدمتګار سیاستوال په توګه یادوي.

نوموړی په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ میلادي کلونو کې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم د نوماند په توګه برخه اخیستې وه.

هدایت امین ارسلا د ارغنداب د امین‌الملک کورنۍ غړی و، لوړې زده‌کړې یې په امریکا کې کړې وې او د اقتصاد په برخه کې یې د ډاکترۍ سند درلود. هغه له نړیوالو بنسټونو لکه نړیوال بانک سره هم د اوږدې مودې کار تجربه لرله، او د خپل مسلکي ژوند ډېره برخه یې د افغانستان د ثبات، پراختیا او اصلاح لپاره ځانګړې کړې وه.