افغانستان

برېښنا شرکت: د تېرې شپې زلزلې د هېواد د نهو ولایتونو برېښنا پرې کړې

برېښنا شرکت وايي، د تېرې شپې زلزلې په سمنګان ولایت کې د برېښنا د وارداتي مزي پرې کېدو له امله د کابل په ګډون د افغانستان ۹ ولایتونه له برېښنا بې‌برخې شوي دي.

یاد شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزی په دوو برخو کې، له نایب‌اباد څخه تر سمنګان او له خُلم ولسوالۍ څخه تر پلخمري ښار پورې، چې د بغلان ولایت مرکز دی، پرې شوي دي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، کابل، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، لوګر، پکتیا، غزني او میدان وردګ هغه ولایتونه دي، چې د ازبکستان له وارداتي برېښنا څخه بشپړ بې‌برخې شوي دي.

دغه راز، شرکت زیاته کړې چې د تاجیکستان له خوا د کندز ښار ته د برېښنا وارداتي کرښه هم پرې شوې ده، او له همدې امله هغه ولایتونه چې برېښنا یې له تاجیکستان څخه تامینېږي، دا مهال برېښنا نه لري.

برېښنا شرکت ټینګار کړی، چې د دوی تخنیکي ډلې د ازبکستان او تاجیکستان د وارداتي برېښنا د بېرته نښلولو لپاره هڅې روانې ساتي.

Top of Form