د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دا مهال د داسې تړون په اړه فکر نه کوي چې له مخې یې اوکراین ته د اوږده واټن «توماهاک» توغندي ورکړل شي.
ټرمپ دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د فلوریډا له پام بیچ څخه واشنګټن ته د الوت پر مهال خبریالانو ته وکړې. نوموړي وویل: «نه، اوسمهال نه. خو کېدای شي وروسته پرېکړه بدله کړم.»
د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر نه غواړي د دغو توغندیو د لېږد له لارې د روسیې او اوکراین جګړه نوره هم توده شي. د تېر اکتوبر پر ۲۲مه ټرمپ د ناټو له سرمنشي مارک روت سره د سپینې ماڼۍ په کتنه کې د دې موضوع په اړه خبرې کړې وې.
توماهاک توغندي د ۲۵۰۰ کیلومترو واټن وړتیا لري او کولای شي د روسیې په مهمو سیمو، حتا مسکو، برید وکړي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له امریکا د دغو توغندیو غوښتنه کړې، خو روسیې خبرداری ورکړی چې دا کار به جدي غبرګونونه ولري.
