د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، وايي چې پاکستان له طالبانو غواړي د پاکستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د بریدونو مخه ونیسي؛ دا غوښتنه دده په باور د طالبانو له واک او وسه پورته ده.
مجاهد د یوه پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې همدا شان ټینګار کړی چې د ډیورند کرښې سره نږدې سیمې غرنۍ دي او د دغو سیمو کنټرولول ډېر لګښت غواړي.
تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف، ویلي چې طالبان باید په پاکستان کې د سولې ضمانت ورکړي، که نه نو له جدي پایلو سره به مخ شي.
آصف د پاکستان په یوه تلویزیوني خپرونه کې په خبرو کې خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو لړۍ باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي، که نه نو د دواړو هېوادونو ترمنځ تړون به بېارزښته شي.
آصف همدارنګه وویل چې د دواړو هېوادونو د خبرو بل پړاو به د نومبر په شپږمه نېټه ترسره شي، هغه د منځګړو هېوادونو د رول په اړه وویل: «ترکیه او قطر د پاکستان باوري ملګري دي، او زه د هغوی په منځګړیتوب باور لرم، خو پر طالبانو باور نهلرم. زه د ترکیې او قطر خبره منم، د طالبانو نه.»
ده ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت د طالبانو سره د خبرو په اړه یو موټی دی، او د امنیتي پالیسۍ یا د خبرو د بهیر په اړه هېڅ داخلي اختلاف نشته.
