افغانستان

طالبانو د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لپاره ایران ته کاري ټیمونه واستول

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په موخه پرون پنجشنبه (د لړم ۸مه) د ایران مشهد او زاهدان ښارونو ته کاري ټیمونه استول شوي دي.

یادې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ټیمونه به د هویت د تثبیت او د ارشیف د تنظیم ریاست له لوري په یادو ښارونو کې د افغان کډوالو هویتونه تثبیت کړي او وروسته به هغوی ته درې کلن افغاني هویت‌کارټونه ورکړي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په وینا، د دغو کارټونو پر بنسټ به افغان کډوال وکولای شي د پاسپورټ، زده‌کړو او تحصیلي چارو ستونزې حل کړي، او د ایران حکومت به هم د همدې اسنادو له مخې هغوی ته اقامتي اسناد صادروي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د دې پروګرام له پیل وړاندې د وکړو د احوال ثبتولو ادارې د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ایران ته تللی و، څو د افغان کډوالو د هویت د تثبیت د پروسې اړتیاوې وارزوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، تمه ده په نږدې راتلونکو ورځو کې به په تهران ښار کې هم ورته کاري ټیمونه خپل فعالیتونه پیل کړي.

په همدې حال کې، د ایران په بېلابېلو ښارونو کې مېشت افغان کډوال له اوږدې مودې راهیسې د هویت د رسمي اسنادو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. ډېری افغانان نه شي کولای خپلو ماشومانو ته د ښوونځي اسناد ترلاسه کړي، روغتیایي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري، د کار قانوني اجازه نه لري او د سفر یا پاسپورټ اخیستو حق ترې اخیستل شوی دی. د دوی په وینا، د افغاني هویت کارټونه کولی شي د دې ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.