د اوکراین چارواکي وايي، روسیې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین پر برېښنايي تاسیساتو او نورو هدفونو د ډرونونو او توغندیو پراخ بریدونه کړي، چې له امله یې اووه تنه، چې پهکې یو اووه کلن ماشوم هم شامل دی، وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د اوکراین لومړۍ وزیرې یولیا سوريډینکو وویل، مسکو د ژمي له رارسېدو مخکې هڅه کوي د اوکراین د برېښنا سیستم له منځه یوسي او خلک تیارو ته ور وغورځوي. هغې زیاته کړه: «د دې ترهګرۍ د درولو لپاره موږ ته لا زیاتې هوايي دفاعي وسلې او سخت بندیزونه پکار دي.»
چارواکي وايي، په زاپورېژیا کې دوه تنه وژل شوي، په وینیتسیا کې یو ماشوم مړ شوی او په نورو سیمو کې یو شمېر نور ټپیان دي.
ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ویلي، روسیې په دې بریدونو کې له ۶۵۰ ډرونونو او ۵۰ توغندیو کار اخیستی، خو د اوکراین هوايي ځواکونو ۵۹۲ ډرونونه او ۳۱ توغندي له منځه وړي دي.
د اوکراین حکومت د برېښنا په تاسیساتو د زیانمنېدو له امله د برېښنا د مصرف محدودیتونه اعلان کړي.
بل لور ته، د روسیې دفاع وزارت ادعا کوي چې بریدونه یې د اوکراین د پوځي صنعتي تاسیساتو پر ضد کړي، خو اوکراین دا بریدونه د «روسیې قصدي ترهګري» بولي.
Top of Form
Bottom of Form
