د پولنډ هېواد «ییاګیلونیا پوهنتون» د ختیځ پېژندنې انسټیټوټ، د چهارشنبې په ورځ د لړم په اوومه نېټه، د «افغانستان پېژندنې» تر عنوان لاندې د علمي او کلتوري غونډې کوربه و.
د غونډې د جوړوونکو په وینا، دا پروګرام د دې لپاره ترسره شو چې اروپایي څېړونکي او محصلین د افغانستان له تاریخ، فرهنګ او ټولنې سره آشنا شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ علمي اړیکې ټینګې شي.
په دې ناسته کې د دغه پوهنتون استاد، ماتیوش م. کواګیش، د خپلو څېړنو پایلې وړاندې کړې چې د ۱۹۷۶ کال د دوبي په موسم کې د آدام میتسکیویچ پوهنتون د څېړونکو یوې ډلې علمي سفر ته اړوندې وې. ده وویل چې دا سفر د اروپا د کمونیستي دورې له مهمو انسانپېژندونکو ماموریتونو څخه و، او د دواړو هېوادونو د ګډ علمي تاریخ یوه برخه جوړوي.
ډاکټر کواګیش په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د دغسې پروګرامونو ترسره کول کولی شي د افغانستان ریښتینی انځور روښانه کړي.
د ده په وینا: «ددغو پروګرامونو په ترسره کولو سره، موږ کولای شو د افغانستان تاریخي، فرهنګي او انساني واقعیتونه د اروپا خلکو لپاره څرګند کړو او د دواړو ملتونو ترمنځ متقابل درک پراخ کړو.»
په غونډه کې هغه موندنې هم نندارې ته وړاندې شوې چې په ۱۹۷۶ کال کې یې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه راټولې کړې وې. دغه څېړنې د څو دوکتورا او ماسټري تیزسونو او ګڼو علمي مقالو بنسټ ګرځېدلې دي.
دغه لسګونه تاریخي انځورونه، چې د افغانانو د ژوند، طبیعي ښکلاوو او فرهنګي جوړښتونو انځورونه وړاندې کوي، د ۱۹۷۰مې لسیزې پورې تړاو لري. ګډونوالو وویل سره له دې چې نږدې نیمه پېړۍ تېره شوې، خو د افغانستان په ټولنیز او اقتصادي وضعیت کې بنسټیز بدلونونه محدود لیدل کېږي.
