افغانستان

کریم خرم: اسلام‌اباد یو ځل بیا د نورو د ګټو لپاره د تاوتریخوالي لار نیولې

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس، کریم خرم، ویلي چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ د بې‌نتیجې خبرو وروسته، د پاکستاني چارواکو جګړه‌یزې څرګندونې او ګواښونه زیات شوي دي.

خرم پر خپله اېکس (پخواني ټویټر) پاڼه کې لیکلي، جګړه نه د پاکستان په ګټه ده او نه د افغانستان، ځکه دواړه هېوادونه په ګڼو برخو کې یو د بل پوره‌کوونکي دي.

هغه ویلي، پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۰۷ کال په سفر کې د پاکستان په نظامي اکاډمۍ کې څرګنده کړې وه، چې افغانستان او پاکستان کولای شي د اروپایي اتحادیې د غړو هېوادونو په څېر د ګډ تفاهم او پرمختګ له لارې یو بل ته نږدې شي، خو دا هدف د پاکستاني مشرانو د سیاستونو له امله عملي نه شو.

خرم زیاته کړې، د اسلام‌اباد اوسنی جګړه‌طلبانه دریځ په داسې وخت کې څرګندېږي چې نړۍ د ژور بدلون او احتمالي نوي نړیوال وېش (یالتا–۲) پړاو ته داخلېږي.

د ده په وینا، دا احتمال شته چې د امریکا او چین ترمنځ د سبا پلان شوې لیدنه د سیمې پر امنیتي وضعیت او پر افغانستان ژور اغېز ولري.

کریم خرم پوښتنه کړې چې ایا د پاکستان دا تازه دریځ له نړیوالو بدلونونو سره تړاو نه لري، او ایا اسلام‌اباد یو ځل بیا غواړي د نورو د ګټو لپاره افغانستان او پاکستان د یوې نوې فاجعې پر لور بوځي؟

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د اوسني وضعیت د بریالي مدیریت لپاره، ملي یووالی، د خلکو او حکومت ترمنځ باور، او له نړۍ سره د باوري متحدینو درلودل اړین دي.