د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، د قوشتېپې کانال د دویم پړاو چارې وروستیو مرحلو ته رسېدلې دي. د طالبانو د شرکتونو عمومي رییس احمد جان بلال او د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش د دې پروژې له چارو لیدنه کړې ده.
د ملي پراختیا شرکت د معلوماتو له مخې، د کانال د سربند چارې ۸۵ سلنه، او د دویم پړاو د کیندنې او ډکولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د یاد شرکت رئیس د ترسره شویو کارونو کیفیت ستایلی او ویلي یې دي، چې د قوشتېپې کانال پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یو تاریخي فرصت ګڼل کېږي او باید د ګډ مسؤلیت له مخې بشپړه شي.
د قوشتېپې کانال پروژه له مهمو زراعتي او اقتصادي پروژو څخه ده، چې له بشپړېدو سره به یې د شمالي ولایتونو په کرنیزو تولیداتو او د اوبو لګولو په سیستم کې پام وړ بدلون راشي.
د قوشتېپې کانال پروژه د افغانستان د شمال په بلخ ولایت کې د امو سیند له اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره جوړېږي. دغه ستر کانال شاوخوا ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري او ټاکل شوې چې له بشپړېدو وروسته به د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو نږدې ۵۵۰ زره هکتاره ځمکې خړوبې کړي.
د دې پروژې درې پړاوونه دي: د اوبو د سربند جوړول، د کانال کیندنه او د اوبو وېش سیستم. د قوشتېپې کانال د هېواد د کرنیزې خودکفایۍ، د اوبو د مدیریت او د سیمهییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه ستراتیژیکه پروژه بلل کېږي.
