متحده ایالتونه

ټرمپ پنټاګون ته د اټومي وسلو د ازموینو د سمدستي پېل امر وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  دفاع وزارت ته امر کړی چې د هېواد د اټومي وسلو ازموینې سمدستي بیا پیل کړي، څو د ده په وینا، امریکا د نورو اټومي قدرتونو په کچه د وسلو د ازموینې حق ولري.

ټرمپ دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ، د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره د خپلې لیدنې له مخې وړاندې کړي دي. هغه په ټروت سوشل ټولنیزه شبکه کې لیکلي:

«د نورو هېوادونو د ازموینو د دوام له امله، ما د جګړې وزارت ته لارښوونه کړې چې زموږ د اټومي وسلو ازموینې د مساوي شرایطو پر بنسټ پیل کړي. دا بهیر به سمدستي پيل شي.»

د ټرمپ دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تازه اعلان کړی چې د «پوسایډن» په نوم نوی اټومي ځواکمن تورپیډو یې په بریالیتوب ازمویلی دی، هغه وسله چې د پوځي شنونکو په وینا د سمندر له لارې د ساحلي ښارونو د له منځه وړلو وړتیا لري.

پوتین د تېرې اکتوبر میاشتې په ۲۱مه د «بوریوېسټنیک» اټومي کروز توغندي ازموینه کړې وه او یوه ورځ وروسته یې د اټومي بریدونو تمرینات ترسره کړل.

د امریکا وروستۍ اټومي ازموینه په ۱۹۹۲ کال کې شوې وه. د څېړونکو په باور، اټومي ازموینې نه یوازې تخنیکي معلومات برابروي، بلکې نړۍ ته د یو هېواد د ستراتېژیک ځواک څرګندونه هم کوي.

شنونکي وايي، د ټرمپ دا اقدام به د امریکا، روسیې او چین ترمنځ د اټومي سیالۍ نوی پړاو پرانیزي او د نړیوال امنیت په وضعیت به ژور اغېز ولري.