نړۍ

نړۍ کې د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره د بېل او ملېندا ګېټس بنسټ ۱.۲ میلیارد ډالري ژمنه

انځور: د عامې روغتیا وزارت

د بېل او ملیندا ګېټس بنسټ د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې نړۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو له هڅو د ملاتړ لپاره به ۱.۲ میلیارد ډالر ځانګړي کړي.

د ماشومانو ګوزڼ یوه شدیده عفوني ناروغي ده، چې تر ډېره د فاضله موادو له لارې خپرېږي. په داسې حال کې، چې د درملنې لپاره یې هېڅ پېژندل شوې لار نشته په کال کې درې ځله واکسین یې پروړاندې د ماشومانو معافیت کابو سل سلنه لوړوي.

د حکومتونو او بنسټونو موخه په افغانستان او پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ رېښې له منځه وړل ده، هغو دوو هېوادونو کې چې ګوزڼ ناروغي اوس هم شتون لري.

د بېل او ملیندا ګېټس بنسټ مدیر مارک سوزمن وايي: «د بشپړ له منځه وړلو لپاره وروستي ګامونه ترټولو ستونزمن دي. خو زموږ بنسټ همداراز د ماشومانو له فلج څخه ژغورل شوي راتلونکي ته ځانګړی دی او موږ به ډېر ژر د دې شاهد ووسو.»

تېره میاشت د امریکا پان روغتیایي سازمان (پي‌ای‌اېچ‌او) اعلان وکړ، چې برزیل، دومینیکن جمهوري، هایټي او پرو د ماشومانو د ګوزڼ د بیا معرفۍ له ترټولو لوړ خطر سره مخ دي.

د فاضلابونو په بېلګو کې د ویروس له پېژندلو وروسته نیویارک ایالت د اوسېدونکو د واکسینولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې. په لندن او اورشلیم کې هم ځینې موارد پېژندل شوي دي.

په مارچ میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان یوه لوړپوړي چارواکي وویل، چې مالاوي (په ختیځه افریقا کې یوه هېواد) کې د ناروغۍ له خپرېدو وروسته د ماشومانو د ګوزڼ په څېر ناروغیو د مبارزې «په خطرناکه شېبه» کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین نن دوشنبه پيل شو او د مخکیني حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې ۴۳ پېښو ته رسېده.