افغانستان سوداګري

د ایکو غونډه پر سیمه‌ییزو تعاملاتو له ټینګار سره پای ته ورسېده

د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو څلورم پړاو غونډه نن (سې‌شنبې) په تهران کې پای ته ورسېده.

په دغې یو ورځنۍ غونډه کې پر سرحدي، امنیتي همکاریو او د غړو هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییزو تعاملاتو پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.

د راپورونو له مخې، د ایکو د ۱۱ غړو هېوادونو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکزیان په پرانیستې وینا کې پر ګډو سیمه‌ییزو همکاریو ټینګار وکړ او د «اکوپل» په نوم د ایکو پولیسو د جوړولو طرحې یادونه وکړه چې لا هم وروستۍ شوې نه‌ده.

مسعود پزشکزیان وویل: «په نړۍ کې چې ننګونې او فرصتونه په چټکۍ سره د بدلون په حال کې دي، ګډې او سیمه‌ییزې همکارۍ یوه ټاکنه نه؛ بلکې یوه نه ردېدونکې اړتیا ده. په ایکو سازمان کې یو له نابشپړو کارونو څخه د اکوپل په نوم د ایکو پولیسو جوړول دي چې بهیر یې لا وروستۍ شوی نه‌دی.»

په دغې غونډه کې د طالبانو یوه پلاوي هم ګډون کړی و. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا، ابراهیم صدر، د دغه وزارت امنیتي جګپوړي مرستیال او د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده نږدې کس، د دوی په استازیتوب په غونډه کې ګډون کړی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ابراهیم صدر د غونډې په څنډه کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره کتلي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «په دې کتنه کې دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او د نظر تبادله کړې ده.»

خو د بشري حقونو ځينې فعالان د ځینو هېوادونو له خوا له طالبانو سره د تعامل زیاتوالي په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي دا بهیر په داسې حال کې چې افغانستان د بشري حقونو له کړکېچ سره مخ دی، «ډېر اندېښمنوونکی» دی.

د بشري حقونو یو له فعالانو وویل:«په داسې حال کې چې طالبان لا هم د ښځو اساسي حقونه او بنسټیزې ازادۍ نقض کوي، له دغې ډلې سره د سیمې هېوادونو د تعامل د کچې زیاتوالی کولای شي د هغوی کړنو ته د مشروعیت ورکړې تعبیر وشي.»

د اقتصادي همکاریو سازمان یا «ایکو» یو سیمه‌ییز سازمان دی چې په ۱۹۸۵ زیږیز کال کې د ترکیې، پاکستان او ایران له خوا جوړ شوی و. اوس مهال لس هېوادونه لکه افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان هم غړیتوب لري.

د دغه سازمان دبیرخانه په تهران کې ده او اوسنی سرمنشي د پاکستان مجید احمدخان دی.