د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا د اتلولۍ زون په سیالیو کې نن (دوشنبه، د لړم ۵مه) د بنګلهدېش د ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
لوبه به د مازیګر په ۵:۳۰ بجو د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې ترسره شي.
د مرکزي اسیا د والیبال د اتلولۍ دا سیالۍ له شپږو ورځو راهیسې د بنګلهدېش په کوربتوب روانې دي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د نیپال، مالدیف، ترکمنستان، سریلانکا او کوربه هېواد بنګلهدېش ملي لوبډلې ګډون لري.
