د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد او طالبان د افغانستان په زندانونو کې د بندي ایرانیانو د قونسلي حقونو د تامین په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
د راپورونو له مخې، دا هوکړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو د مرستیال کاظم غریبآبادي او د طالبانو د فرامینو او احکامو د نظارت او تعقیب رئیس شمسالدین شریعتي تر منځ، په کابل کې د یوې رسمي ناستې پر مهال شوې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د حقوقي او قضایي همکاریو، د بندیانو د تبادلې، د مجرمانو د استرداد، او د زنداني شوو ایرانی وګړو د قونسلي خدمتونو په اړه خبرې او تفاهمونه کړي دي.
تر اوسه د طالبانو د حکومت له لوري د یادې هوکړې په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې.
باید وویل شي چې اوس مهال لسګونه افغانان د ایران په زندانونو کې بندیان دي، او ایران وخت ناوخت یو شمېر افغان وګړي د بېلابېلو تورونو له امله اعداموي.
سیاسي شنونکي وایي، د «مشروع او مسؤل حکومت» نشتوالی او د افغان وګړو د حقونو نهپاملرنه د دې لامل شوې چې د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د اعدام پېښې زیاتې شي.
