د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لړم ۴ – د ۸ بجو خبرونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ به جګړه حل کړي. ټرمپ، مالیزیا ته د خپل سفر په دوام کې، په یوې وینا کې ټینګار وکړ چې هغه به دا ستونزه ژر حل کړي.

ټرمپ همداراز زیاته کړې چې دولت یې په اتو میاشتو کې اته جګړې پای ته رسولې دي.