افغانستان ورزش

اماراتو د افغانستان پناه غوښتونکو ښځو فوټبال ویزې رد کړي دي

د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډله

د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې، متحده عربي اماراتو په تبعید کې د افغان ښځينه فوټبال لوبډلې د غړو د سفر ويزې رد کړې دي، چې ټاکل شوې وه دا لوبډله د خپل لومړي نړيوال ټورنمنټ لپاره اماراتو ته ولاړه شي.

د لوبډلې غړې چې اوس په اسټراليا، برېتانيا، پرتګال او ايټاليا کې اوسیږي، د فيفا په سپارښتنه هوايي ډګرونو ته ولاړې، خو ورته ويل شوي چې د الوتکې د سپرېدو اجازه نه لري.

د راپور له مخې، دا پرېکړه د لوبغاړو لپاره د سختو رواني اغېزو او د تېرو ترخو خاطرو د راژوندي کېدو سبب شوې ده.

 ټاکل شوی وه چې د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډله د «FIFA Unites: Women» په نوم سياليو کې د چاد، ليبیا او کوربه هېواد اماراتو پر وړاندې ولوبېږي، خو د ويزې د ستونزو له امله فيفا د سیالیو ځای مراکش ته بدل کړاو د اماراتو ټيم پر ځای تونس ور اضافه شو.

فيفا ويلي، د ويزې مسووليت د کوربه فدراسيون و، او حل ېې د دوی توان کې نه وو.

دغه اداره زياتوي، د لوبغاړو رواني او امنيتي ملاتړ برخه کې اقدامات کړي دي.

ډېری لوبغاړې چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له هوايي ډګر څخه وتلې وې، اوس بيا له ورته حالت سره مخ شوې او د اضطراب او ذهني فشار شکايت لري.

د اماراتو د فوټبال فدراسيون په دې اړه نظر نه دې ورکړی.