د برېتانيا حکومت ويلي چې د افغانستان لپاره يې ځانګړي استازي ريچارډ لېنډسي په روانې اونۍ کې کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له وزيرانو سره ليدلي او هغوی ته يې د پاکستان سره د خبرو د دوام او د دايمي حل لارو د موندلو سپارښتنه کړې ده.
د جمعې ورځ خپرې شوې اعلامیې کې ويل شوي، چې لېنډسي د طالبانو د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، عامې روغتيا، کډوالو او طبيعي پېښو ته د رسېدو وزارتونو له چارواکو سره ليدلي او د ناستو پر مهال یې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ورسره خبرې کړې دي.
لېندسي ويلي: «دا سفر د طالبانو له وزيرانو سره د رغنده خبرو يو ښه فرصت وو. برېتانيا د افغانستان له ولس سره د مرستو ته ژمنه ده. سږکال مو څلور ميليونه پونډه بېړنۍ مرسته او تر ۱۵۱ ميليونو پونډو پورې پراخې بشري مرستې ځانګړې کړې ده.»
په اعلاميه کې راغلي، لېنډسي له طالب چارواکو سره د انټرنېټ د پرې کېدو د منفي اغېزو په اړه هم خبرې کړې او له هغوی يې غوښتي چې د انټرنېټ د لاسرسي برخې ته ژمن پاتې شي.
نوموړي د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږکيو د حقونو په اړه د برېتانيا اندېښنې هم شريکې کړې او ټينګار يې کړی چې طالبان بايد د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهير اړوند رغنده ونډه واخلي او د ټولشموله حکومت پر لور ګام واخلي.
دغه راز د برېتانيا استازي د افغان مدني ټولنې له يو شمېر غړو، په ځانګړي ډول له د ښځو په مشرۍ سازمانونو سره هم ليدلي دي، څو د اوسنیو محدوديتونو سره مخ ژوند، کار او د ښځو د بشري مرستو د ونډې په اړه د هغوی نظرونه واوري.
کابل ته د بریتانیا د ځانګړي استازي دا سفر وروسته له هغې شوی، چې تيره اونۍ د طالبانو او د پاکستان ترمنځ په دوحه کې د اوربند تړون لاسليک شو او د يوې اوونۍ جګړې پای ته ورسېدې.
د ملګرو ملتونو د راپور لمخې د پاکستان هوایي بمبارۍ او مخامخ نښتو کې لږ تر لږه ۳۷ تنه وژل شوي او له ۴۲۵ زيات ټپيان شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت هم تاييد کړې چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير له ريچارډ لېډدسي سره ليدلي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي، لېنډسي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند له تړون هرکلی کړی او هغه يې د سيمې د ثبات لپاره «مثبت ګام» بللی دی.
