د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلنسکي وايي، په بروکسل کې د اروپايي ټولنې نننۍ غونډې د دغه هېواد لپاره مثبتې پايلې لرلې دي.
زېلنسکي نن د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه وويل، اروپايي ټولنې ډاډ ورکړی چې له اوکراين سره مالي مرستې به نه يوازې راتلونکی کال، بلکې تر ۲۰۲۷ کال پورې دوام ولري. نوموړي دا پرېکړه «يوه مهمه او ټولیزه لاسته راوړنه» وبلله.
د ده په وينا، اروپايي هېوادونو د منجمدو روسي شتمنيو د کارونې له لارې د اوکراين د دفاع ملاتړ لپاره سياسي موافقه کړې ده، او ژر به د اروپايي کمېسيون له لوري د دې پرېکړې تخنيکي جزييات بشپړ شي.
ولسمشر زېلنسکي زياته کړه چې د هوايي دفاع د پياوړتيا په برخه کې هم پرمختګ شوی، او که څه هم جزييات لا نه دي خپاره شوي، خو د اړوندو هېوادونو له لوري مثبتې نښې ترلاسه شوې دي.
زېلنسکي د اروپايي ټولنې له خوا د روسيې پر ضد د ۱۹م بندیزونو نوې کڅوړه مهمه لاسته راوړنه وبلله او وویل، اوکراين به دغه بندیزونه له خپلو کورنيو قوانينو سره سم عملي کړي. نوموړي له هغو اروپايي هېوادونو، لکه برېتانيې، ناروې او سويس، چې د اروپايي ټولنې غړي نه دي، وغوښتل چې د دغو بندیزونو ملاتړ وکړي او ورته پرېکړې عملي کړي.
هغه زیاته کړه، اوکراين له اروپايي اتحاديې سره د راتلونکې بندیزونو نوې کڅوړې پر جوړولو کار پيل کړی، څو روسيه د جګړې اقتصادي تاوانونه په رښتينې معنا احساس کړي. زېلنسکي د امريکا له خوا د روسي نفتو پر شرکتونو لګول شوي بندیزونه “اغېزمن” وبلل او ټينګار يې وکړ چې ټوله اروپا بايد د روسي نفتو او نورو توکو د صاداراتو د محدودولو تګلاره لا نوره پياوړې کړي.
زېلنسکي په پای کې وويل، اوکراين او د هغه نړيوال ملګري به د لا زياتو همغږيو او ګډو هڅو له لارې د روسي يرغل پر ضد مبارزه روانه وساتي، ځکه «نړۍ د روسیې له فریبونو ستړې شوې او هڅه کوي له خپلو کړنو خلاصه شي.»
