متحده ایالتونه

ټرمپ: له کاناډا سره ټولې سوداګریزې خبرې پای ته ورسېدې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له کاناډا سره ټولې روانې سوداګریزې خبرې یې درولي دي. نوموړي دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د هغه په وینا، یو “درواغجن اعلان” خپور شو چې پکې د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن په نوم د تعرفو (ګمرکي مالیو) پر ضد څرګندونې شوې وې.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپل ټولنیز پلاتفورم “ټروت سوشل” کې ولیکل: «د کاناډا د غېر مسوولانه چلند له امله، له دغه هېواد سره ټولې سوداګریزې خبرې له دې وروسته ختمې دي.»

د اونټاریو ایالت سر وزیر ډاګ فورد ویلي چې دې اعلان د ټرمپ پام ځان ته راواړوه. په دې اعلان کې د ریګن یو پخوانی ویډیو کلیپ ښودل شوی و چې پکې هغه د بهرنیو توکو پر تعرفو نیوکه کوله او ویلي یې و چې دا پالیسۍ دندې له منځه وړي او د سوداګریزو جګړو لامل کېږي.

ټرمپ په تېرو کلونو کې له ګڼو هېوادونو سره د تعرفو او بندیزونو له لارې د فشار سیاست کارولی. د نوموړي د پالیسۍ له امله د امریکا تعرفې له ۱۹۳۰مې لسیزې راوروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي، او دې چارې د سوداګرۍ او اقتصاد د شنونکو اندېښنې راپارولې دي.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د پنجشنبې په ورځ وویل، که د واشنګټن او اوټاوا تر منځ سوداګریزې خبرې ناکامې شي، کاناډا به د امریکا ناعادلانه اقتصادي لاسرسي ته اجازه ور نه کړي.

ټرمپ روان کال د کاناډا پر فولادو، المونیم او موټرو تعرفې لګولې وې، چې کاناډا یې په مقابل کې ورته ځواب ورکړی و. دواړه هېوادونو په وروستیو اوونیو کې د فلزي توکو د سوداګرۍ په اړه د یوې احتمالي هوکړې لپاره خبرې کولې، خو دا بهیر اوس د ټرمپ د پرېکړې له امله درېدلی دی.