Uncategorized @ps د آمو پښتو خبرونه

۱۴۰۴ د تلې ۳۰ – د ۸ بجو خبرونه

طالبانو، تر اوسه له ټولو غوښتنو سره سره، په دوحه کې له پاکستان سره د اوربند د شوي هوکړې بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي، خو ادعا کوي چې د دې هوکړې ټول محتویات، د اعلامیو او رسنیزو دریځونو له لارې خپاره شوې دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند د شوې هوکړې د جزییاتو د خپرېدو غوښتنې داسې مهال مطرح کېږي، چې د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې، چې دغه هوکړه پټ ضمایم لري او محرم ده.

خو د طالبانو ویاد ذبیح الله مجاهد، له «دویچه‌وله» سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه وروستی شوې نه ده او له همدې امله د جزییاتو له خپرېدو یې ډډه شوې ده.

مجاهد زیاته کړې، چې د طالبانو او پاکستان استازي به په راتلونکو دوه ورځو کې په ترکیه کې بله غونده هم ولري.